انصار: (د زمري۱۲مه)، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د موقتي ترانزیتي اسنادو، ویزو او پاسپورتونو پرته د افغانستان د لاریو تګ راتګ منع دی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له زمری۱۱می وروسته به هغه افغان باروړونکي موټر چې موقتي ترانزیتي اسناد، ویزې او پاسپورتونه نه لري پاکستان ته د ننوتو اجازه ورنکړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لاریو چلوونکو ته اوس ډېر موقتي اسناد ورکړل شوي دي.
د خبرتیا پر بنسټ، هغه وسایط چې ټرانزیټ توکي لیږدوي له دې نوي فرمان څخه معاف دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت وخت په وخت له دغه هېواد سره په شريکو مرکزونو کې له افغانستان څخه د خلکو او لاريو پر تګ راتګ جدي بنديزونه لګوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32786
قرأ